د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د ډسمبر په ۵مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ به د ډسمبر د ۹مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د نوي پرمختګ بانک له مشرې ډيلما روسيف، د نړيوال بانک د مشر اجای بانګا، د پيسو نړيوال صندوق د مشرې کريسټالينا چيورګيوا، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمومي مدير نګوزي اوکونجو ايويلا، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کانګرېس د سرمنشې ريبيکا ګرينسپن، د کارګرانو نړيوال سازمان د عمومي مدير ګيلبرټ هونګبو، د نړيوال حسابي بانک د عمومي منيجر پابلو هيرنانديز دکوس، د پولي ثبات شورا د رئيس انډريو بايلي، د اسيا د زيربنايي پانګونو بانک د مشر جين لي چون او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان د مرستيال سرمنشي فرانسيک روزيچکا سره د ” 1+10“ ډيالوګ غونډه تر سره کړي. ” پر نړيوال مديريت ګډې سلامشورې او د نړيوال پرمختګ لپاره ګډې هڅې “ د دې غونډې عمده موضوعات ټاکل شوي دي.




































