د ګانا ولسمشر جان ډراماني محاما د چين او ګانا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۶۵مې کليزې په درشل کې د اکتوبر په ۱۱مه نېټه له چين څخه ليدنه پيل کړې وه. نوموړي د دې سفر په ترڅ کې په بېجينګ کې د چين له مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه کړې وه.
محاما په ځانګړې مرکه کې وويل، چې چين تل د افريقا رښتينی ملګری دی او د افريقا په زيربنايي پرمختګ کې کليدي رول لري. محاما په خپله وينا کې د چين او ګانا ترمنځ د همکاريو ډېرې بېلګې يادې کړې او ويې ويل، چې د چين له لوري د ملاتړ او مرستو په رڼا کې د ګانا ۹۰٪ سيمې د برېښنايي شبکې تر پوښښ لاندې راغلې دي، چې دغه انډول په افريقايي هېوادونو کې مخکښ ځای لري.
محاما دا د ګانا او چين ترمنځ د تلپاتې او ټينګې دوستۍ يو مهم لامل ګڼي، چې چين تل له ټولو پرمختيايي هېوادونو سره يو موټی پاتې دی او په ټينګه د سراسري جنوب له هېوادونو سره ولاړ دی، نو ځکه چين په ژوره توګه د پرمختيايي هېوادونو په اړتياوو پوهېدلی او په نوښتګره توګه هغوی ته د مرستې لاس ورکوي.




































