د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د روان ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۵مه نېټه د امريکا د ماليې له وزير سکاټ بېسنټ او د تجارتي چارو له استازي جاميسون ګرير سره انلاین خبرې اترې وکړې.
چيني او امريکايي لوري د دواړو هېوادونو د مشرانو د بوسان ملاقات او د نومبر د ۲۴مې نېټې د ټېليفوني خبرو د مهمو ګډو موافقو د پلي کېدو په اړه غږېدلي او د راتلونکو همکاريو د تر سره کولو او د سوداګريزو مسئلو د حل په اړه يې ژورې او رغنده خبرې اترې تر سره کړې دي.
دواړو خواوو د چين او امریکا د کولالومپور سوداګريزې سلامشورې د لاسته راوړنو د پلي کېدو حالت ستاينه کړې او څرګنده کړې يې ده، چې په راتلونکي کې به د چين او امريکا د سوداګريزې سلامشورې ميکانيزم ښه وکاروي، خپلمنځي همکارۍ به زياتې کړي او توپيرونه به را کم کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې مخ په ښه کېدو روانې شي.




































