د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د ډسمبر په ۳مې نېټې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنې پيل کړې.
د دې ليدنې په ترڅ کې چيني او فرانسوي لورو د نړیوال مديريت د پياوړتيا، د نړيوال اقليمي بدلون او چاپېريالي ننګونو ضد همکارۍ، له اټومي انرژۍ څخه د سوله ييزې استفادې همکارۍ، د زراعت او خوړو په برخو کې د تبادلې او همکارۍ، د اوکراين وضعیت او د فلسطين وضعیت په اړه يو لړ ګډې اعلاميې خپرې کړې دي.




































