د «شي جين پينګ د چين حکومتولي» کتاب د چيني او کینيايي لوستونکو غونډه د ډسمبر په لومړۍ نېټه د کینيا په پلازمېنه نايروبي کې تر سره شوه. د چين او کینيا د بېلابېلو برخو نژدې ۲۰۰ مېلمنو په دې ناسته کې ګډون وکړ.
ګډونوالو مېلمنو وويل، چې د کتاب «شي جين پينګ د چين حکومتولي» لومړی – پنځم ټوکونه د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې عمده موضوعات او علمي سیسټم ښي. دغه کتاب د چيني شکله عصري کېدو د عملي لاسته راوړنو او نړيوال ارزښت د پوهېدلو، د چين او کینيا او همدارنګه د چين او افريقا ترمنځ د حکومتولۍ د تجربو د تبادلو، د سراسري جنوب هېوادونو د ګډو توافقاتو د راغونډولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګټور دی.




































