په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د افغانستان د روان وضعیت او بشري ستونزو د ارزونې لپاره ځانګړې غونډه کوي، څو د نړۍوالې ټولنې د همغږۍ او احتمالي اقداماتو لارې چارې وڅېړي. تر دې مخکې امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، تمه کېږي چې په دې غونډه کې د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله او د یوناما د دفتر مسووله جورجټ ګاګنون، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ (اوچا) له دفتره یو لوړپوړی چارواکی او د مدني ټولنې یو استازی د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کړي.



































