د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د دسمبر له ۴مې نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې په بېجینګ او چنګ دو ښارونو کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره خبرې اترې وکړې. دا چین ته د ولسمشر مکرون ۴م رسمي سفر دی. د دواړو هېوادونو مشرانو په بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې دوستانه او صادقانه خبرې اترې وکړې او د چنګ دو په دوجیانګ یان کې دوستانه تبادلې ترسره کړې. دواړه خواوې څو مهمو موافقو ته رسېدلې او څو ګډې اعلامیې یې خپرې کړې.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ۲ لویو خپلواکو هېوادونو په توګه، چین او فرانسه باید د اوسني پیچلي او بې ثابته نړیوال وضعیت په وړاندې پر څو اړخیزم ټینګار وکړي او مساوي ډیالوګ او خلاصې همکاري دې وکړي ترڅو د چین او فرانسې د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریزو اړیکو ستراتیژیک ارزښت او نړیوال نفوذ په بشپړه توګه وښيي.
تېر کال د چین او فرانسې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګېدو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت د چین د دولت رئیس شي جين پينګ له فرانسې څخه رسمي لیدنه وکړه. روان کال د دواړو هېوادونو مشرانو یو ځل بیا خبرې اترې وکړې چې دوه اړخیزو اړیکو ته یې قوي حیاتي ځواک ورکړی دی.
دواړه خواوې د متقابل سیاسي باور د پياوړتیا، د عملي همکارۍ د پراختيا، د کولتوري تبادلې د هڅولو او د نړیوالې حکومتدارۍ د ښه والي په شمول ۴ برخو کې مهمو موافقو ته ورسېدل. دواړو مشرانو په ګډه د اټومي انرژۍ، کرنې او خوړو، تعلیم او چاپېریال په شمول برخو کې د زیاتو همکاریزو سندونو لاسلیکونه ولیدل.
چین او فرانسه د دوو لویو مسؤلانه او خپلواکو هېوادونو په توګه د راتلونکي لپاره ښه لید لري او د څو قطبي کېدو او بشري یووالي او همکارۍ د ودې لپاره رغنده ځواکونه دي. له ډېرو کلونو راهیسې، چین او فرانسه خپلواکې ډیپلوماتيکې تګلارې پلې کړي، په فعاله توګه د څواړخیزم، د نړۍ د څو قطبي کېدو، د نړیوالو اړیکو د ډیموکراتیک کولو او د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهم رول لوبولی دی. اوس په نړۍ کې سیاسي کړکېچ او شخړې ډېرې شوې. چین او فرانسه باید خپلمنځي ډیالوک او همکارۍ پياوړې کړي ترڅو په ګډه د نړیوالې سولې او ثبات او د بشري پرمختګ لپاره لاستر خدمتونه وکړي.
ولسمشر مکرون د نړیوالې حکومتدارۍ د اصلاحاتو او ښه کولو او د متوازن نړیوال اقتصاد د ودې په اړه د رئیس شي جین پینګ د نظرونو ستاینه کړې او هيله يې ښودلې، چې له چین سره همغږۍ پیاوړې کړي، د لويو هېوادونو مسؤلیت پر غاړه واخلي او څو اړخیزم وساتي.
چین غواړي له فرانسې سره د دواړو هېوادونو خلکو د اصلي ګټو او د نړیوالې ټولنې د اوږدمهاله ګټو پر بنسټ، د پرمختګ د هڅولو او د سولې د ساتنې لپاره ګډ کوښښونه وکړي، ترڅو په راتلونکو ۶۰ کلونو کې د چین او فرانسې هراړخیزې ستراتیژیکې همکاریزې اړیکې لاپیاوړې شي.




































