د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د اتمې مقننې شورا د ټاکنې رايګيري په ځايي وخت د ډسمبر د ۷مې نېټې د سهار په ۷ نيمو بجو په رسمي دول پيل شوې. په ټول هانکانګ کې د رايګيرۍ ۶۱۲ مرکزونه پرانيستل شوي او له ۴ ميليونو او ۱۳۰ زرو نه زیات رای ورکوونکي به په يادو مرکزونو کې خپل رايې ورکړي.
»د وطن پالانو لخوا د هانکانګ اداره کول« د اصل په رڼا کې، په دې ټاکنه کې به د اتمې مقننې شورا ۹۰ غړي انتخاب شي. د نوې مقننې شورا د غړو د دنډې موده به د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پيل شي او د څلورو کلونو لپاره به دوام ولري.
د دې ټاکنې د رايګيرۍ موده به د بېجينګ پر وخت د همدې ورځې د شپې په ۱۱ نيمو بجو پای ته ورسېږي او نتيجه به يې د ډسمبر د ۸مې نېټې په سهار خپره شي.




































