د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د ډسمبر په ۵مه نېټه د چين د سه چوان ولايت په مرکز چنګ دو ښار کې له سه چوان پوهنتون څخه د ليدنې په ترڅ کې وينا وکړه او ويې ويل، چې”فرانسه او چين د عصر له ننګونو سره د مقابلې ګډ مسئوليت لري. “ د ده په وينا، فرانسه او چين د اقتصاد او ډيپلوماسۍ په برخو کې ګډې هيلې لري او د کلتور او تعليم په شمول د ډېرو برخو د تبادلو له لارې د مختلفو هېوادونو د خلکو همکارۍ پياوړې کولی شي، څو د ۲۱مې پېړۍ د ننګونو پر وړندې ګډې مبارزې وکړي.
مکرون په خپله وينا کې همدرنګه وويل، چې فرانسه او چين دواړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي او پر غاړو يې ځانګړې دندې لري. د دواړو هېوادونو تجربې ښيي، چې که دواړه خواوې د متقابل درناوي او تفاهم پر بنسټ همکارۍ وکړي، د پولې او سيمې محدودونه ماتې کولی شي او د ګډ مسئوليت د احساس په رڼا کې د سولې، هوساينې او اقليمي بدلون اجنډا ته وده ورکړلی شي.
مکرون د همدې ورځې په ماسپښين د سه چوان ولايت سټديوم ته لاړ او هلته يې له هغو فرانسوي لوبغاړو سره وليدل، کوم چې د پينګ پانګ نړيوال فډرېسيون (ITTF) په کوربتوب د ۲۰۲۵م کال لپاره د مخلوطو ډلو د نړيوال جام په سياليو کې پر ګډون بوخت وو.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنې له چين څخه د رسمي ليدنې په پار د ډسمبرد ۳مې نېټې په مازديګر بېجينګ ته ورسېد. نوموړي د روانې مياشتې د ۴مې نېټې په ماښام چنګ دو ښار ته ورسېد او خپل سفر ته يې دوام درلود او د ۵مې نېټې په ماښام يې چين ته د خپل ۳ ورځني سفر له پای ته رسولو وروسته له چنګ دو څخه وخوځيد.
مکرون د ډسمبر په ۶مه نېټه په ټولنيزه رسنۍ کې په چيني او انګليسي ژبو ليکلې، چې”د چين د همدومره تود هرکلي او ميلمه پالنې مننه کوم. “




































