د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست د تامیناتو مسوول، حکمتالله سمیر ويلي، چې د موټرو د رنګ بدلولو بهیر له پیل راهیسې یې تر اوسه له ۷۴ زره زیات موټر رنګ کړي، چې تر ۴۰ زره زیات یې ښاري ټکسيانې دي. سمیر ویلي، دا بهیر به تر هغې دوام وکړي څو چې ټولې ټکسيانې نه وي رنګ شوي دي. په کابل کې د ټکسي موټرو رنګول د ټرافیکي نظم رامنځته کولو، د مسافري وسایطو د پېژندنې اسانتیا او د ښار ښکلا لپاره ترسره کیږي.



































