د افغانستان او پاکستان چارواکو منلې، چې سرحدي ځواکونو یې د ډسمبر په ۵مې نېټې سخته شخړه کړې او يو پر بل یې د لومړي بريد پړه اچولې ده.
د افغانستان حکومت د ډسمبر په ۶مې نېټې رسنيو ته ویلي، چې د دې شخړې له امله ۵ افغان وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان او پاکستان څه موده وړاندې په ترکیه کې د خبرو پرمهال ژمنه کړې وه، چې اوربند به مراعاتوي، خو له همغه وخت راهیسې يې پر پولې کله ناکله د شخړو راپورونه ورکول کېږي.
د افغانستان او پاکستان ځواکونو د سږ کال له اکتوبر راهیسې څو ځلې شخړې کړي او يو پر بل یې د ملامتيه تورونه لګولي دي.
د دواړو خواوو مرکچي پلاويو د اکتوبر په ۱۹مې نېټې منلې وه، چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب يې د اوربند تړون لاسلیک کړی دی. دوی له ياد تړون وروسته بیا څو ځلې جدي خبرې وکړې، خو کومې پایلې ته ونه رسیدل.
دواړو خواوو د تېر نومبر په ۷مه نېټه اعلان وکړ، چې مذاکرات یې د تل لپاره پرېښودلي، خو د اورنبد تړون ته به ژمن وي.
شنونکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ بنسټیز اختلاف دا بولي، چې ایا افغان لوری به د پاکستاني طالبانو پر وړاندې کلکه رویه غوره کړي؟
پاکستاني طالبانو په وروستیو کلونو کې د پاکستان په داخل کې پر پوځي او ملکي موخو لړيز بریدونه کړي، چې له امله یې د دې هېواد د اقتصاد او پانګونې پر چاپېریال سختې منفي اغېزې شوې دي.
د پاکستان حکومت د ټي ټي پي له منځه وړل خپله بېړنۍ دنده یادوي او وايي، د افغانستان اسلامي امارات د پولې پورې غاړې د پښتنو احساساتو ته ګوري او د پاکستاني طالبانو د پالنې رویه یې غوره کړې ده.
اسلامي امارات بیا د پاکستان تورونه په کلکه ردوي او د ټي ټي پي مسله یې د پاکستان کورنۍ ستونزه یاده کړې ده.
د دواړو لوریو مختلف دريځ د شخړو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلی دی.
د یاد اوربند تړون تر نافذېدو وروسته پاکستان کې بیا بیا ترهګریزې پېښې شوي او همدا د دواړو خواوو ترمنځ د شخړې د بیا رامنځته کېدو لامل بلل کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره يې اوربند تړون پر دې اصل کړی، چې افغانستان به د نړیوالو ترهګریزو بریدونو مخنیوی کوي، نه دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند دی.
پاکستان په تېر اکتوبر کې تر شخړې وروسته له افغانستان سره دروازې بندې کړې، چې له امله یې د سیمې د خلکو تګ راتګ ستونزمن شوی او د توکو لېږد رالېږد په ټپه ولاړ دی او وضعيت نور هم ترینګلی شوی دی.
د افغانستان سیاسي شنونکی وایس ناصري وايي، د پاکستان کلیدي غوښتنه دا ده چې افغانستان باید د پاکستاني طالبانو ترهګریزه ډله وپېژني او ترې ملاتړ پای ته ورسوي. خو افغانستان د پاکستان دا تور او غوښتنه بې ځایه بولي.
د پاکستان د امنیتي تحقیقاتو او څېړنې مرکز چارواکي جاکوب خان ویلي، چې اوسمهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ دروازې تړل شوي او د ويزو صادرول يې هم ځنډولي دي، نو له دې امله حالات نور هم سخت شوي او د شخړې د رامنځته کېدو شونتیا یې ډېره کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې پټ شوي ترهګر نورو سیمو ته د اوښتو او تګ اراده لري. هیله ده، پاکستان او افغانستان سړه سینه وساتي، د ترهګرۍ ضد د مبارزې لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي او پر اقتصادي چارو تمرکز وکړي، څو اړیکې یې بیا عادي شي.



































