د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د ډسمبر په ۸مې نېټې یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږکال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د دې هېواد د توکو سوداګرۍ زياتوالی موندلی او د وارداتو او صادراتو عمومي حجم يې ۴۱ ټريليونو او ۲۱۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۶ سلنه ډېروالی ښيي. په دې جمله کې يې د توکو صادراتي اندازه ۲۴ ټريليونو او ۴۶۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا ۶ اعشاريه ۲ سلنه زیاتوالی ښيي؛ د توکو وارداتي اندازه يې ۱۶ ټريليونو او ۷۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا صفر اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي؛ د کمربند او لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره يې د توکو وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۱ ټريليونو او ۳۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا ۶ سلنه زياتوالی ښيي او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د عمومي اندازې ۵۱ اعشاريه ۸ سلنه جوړوي او د خصوصي سکټور لخوا د توکو وارداتي او صادراتي اندازه يې ۲۳ ټريليونو او ۵۲۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې، چې دا بیا ۷ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي.



































