د چین سمندري ځواک د لياو نينګ الوتکې وړونکې بېړۍ جنګي ډلې په دې وروستیو کې میاکو تنګي ته په ختیځ سمندر کې عادي روزنيز تمرینونه ترسره کړي او وړاندې يې د تمرين اړوند سمندري او هوایي حدود اعلان کړي وو.
د جاپان د دفاعي ځواکونو الوتکې څو ځلې د چين يادې جنګي ډلې د تمرین شاوخوا سمندري او هوايي سيمې ته نږدې شوي، د چین عادي روزنیز فعالیتونه یې سخت اغېزمن کړي او د الوتنو خوندیتوب یې له خطر سره مخ کړی و.
د جاپان د دفاع وزیر شينجيرو کوليزومي اړوند حقایقتونه تحریف کړي او ادعا یې کړې چې چین اوکیناوا ته نږدې د جاپاني الوتکو پر لور د رادار اشارې ورکړې دي.
د چين د ولسي ازادي بښونکي پوځ د سمندري ځواکونو ویاند وانګ شوی منګ د جاپان دغه ادعاوې له حقیقتونو سره په ټکر کې بللي او په کلکه يې ترې غوښتي، چې د چین د بدنامولو او تور لګولو کړنې دې سمدستي ودروي او د خپلو ځواکونو عملیات دې جدي کنټرول کړي.
نوموړي ويلي، د چین سمندري ځواک به د قانون له مخې اړین ګامونه پورته کړي او خپل امنیتي او قانوني حقونه به په کلکه وساتي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې حقایق ډېر روښانه دي.
د چین د عادي پوځي فعالیتونو پر ضد د جاپاني جنګي الوتکو پرله پسې نږدېوالی او جاسوسي تر ټولو لوی خطر دی. چین د جاپان تش په نوم احتجاج نه مني او هم یې په بېجینګ او ټوکیو کې ورته متقابل احتجاج څرګند کړی دی.



































