د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډسمبر په ۸مې نېټې په يوې غونډې کې د ۲۰۲۶م کال اقتصادي چارې څېړلي او (( په حکومتولۍ کې د قانون د هراړخيز رول لپاره د چين د کمونېست ګوند د لارښوونې کاري مقررات)) يې تر سنجش لاندې نيولي دي.
دغه غونډه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ ترسره شوې ده.
په دې غونډې کې دا روښانه شوې، چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال په اقتصادي چارو کې به د ثبات ساتنې پر بنسټ پرمختګ وموندل شي او اقتصادي کيفيت او موثريت به لوړ شي، د ماليې او پولي چارو لا فعالې تګلارې او د پیسو نرمې تګلارې به په مداومه توګه پلې شي او د عمومي اقتصاد د ادارې اغېزې به لا لوړې شي.
په دغې غونډې کې ويل شوې، چې نوموړي مقررات د هېواد په ادارې کې د قانون د هراړخيز رول په اړه د علمي تدبيرونو، ميکانيزمونو او معيارونو په برخه کې د واکمن ګوند د توان د لوړوالي لپاره ګټور دي، د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د قانوني سيسټم په بشپړولو کې ګټور رول لري او په لا لوړې کچې د قوانينو له مخې د ادارې پر بنسټ د سوسياليستيک هېواد د ابادۍ لپاره مهم ارزښت لري.



































