د چین د معلولينو د دولسمې دورې سپورټي لوبې یا د المپیک نهه ځانګړې لوبې د ډسمبر په ۸مې نېټې پرانيستل شوې او تر ۱۵مې نېټې پورې به د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو سیمو کې ترسره شي.
سږنيو لوبو ته ۷۲۱۸ لوبغاړيو نومليکنه کړې، چې د تېر پړاو په پرتله ۲۷۳۴ تنه زیات دي.
سږنۍ لوبې به د ګوانګ دونګ ولایت په نهو ښارونو او همدارنګه په هانکانګ او مکاو کې ترسره شي.
په ټوله کې ۴۶ لوبې شتون لري، چې په دې کې ۳۴ فرعې لوبې به یې په ګوانګ دونګ کې ترسره شي، ۴ لوبې به د هانکانګ او ۲ به یې د مکاو کوربتوب ترسره شي.
د ژمنیو لوبو ۶ سیالۍ به یې د چين په نورو ښارونو کې ترسره شي.




































