د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د اتمې تقنيني شورا د ټاکنو نتيجه د ډسمبر د اتمې نېټې په سهار وختي خپره شوه، چې له مخې يې د دغې تقنيني شورا ټول ۹۰ غړي ټاکل شوي دي.
د ټاکنو رايګيري د ډسمبر په ۷مې نېټې د سهار په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو پيل شوې وه او د همدې نېټې د شپې تر ۱۱ نيمو بجو پورې یې دوام درلود.
د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې د اتمې تقنيني شورا د ماموريت موده به د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له لومړې نېټې څخه پيل شي او تر ۴ کلونو پورې به دوام ولري.




































