د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان ستونزه د جګړو له لارې د حل وړ نه ده. دده په وینا ټول پر دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولې مذاکرات او سیاسي حل دی. هغه ویلي حکومت یې په افغانستان کې د سولې له پلانونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکاریو ته تیار دی. محمود قریشي د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی او وايي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره اقتصادي پراختیا او ددغه پدید پر وړاندې هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا ده. نوموړي هند تورن کړ، چې په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ کوي او په وینا یې د پاکستان په ډيری ښارونو کې ترهګریز بریدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي. هغه ادعا چې تل هند رد کړې ده او وايي چې پاکستان په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي. پاکستان داسې مهال له افغان سولې سره د همکارۍ او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې خبره کوي چې اوس هم په نړیواله کچه پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل کېږي.




































