د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې وسلهوالو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی، چې په ترڅ کې یې شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي دي. د خیبرپښتونخوا امنیتي چارواکو ویلي؛ برید د کُرمې په پخوانۍ قبایلي سیمه کې شوی دی. د دغه برید او د وسلهوالو د هویت په اړه جزییات لا نهدي خپاره شوي. امنیتي سرچینې وایي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.



































