په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې سردار احمد شکیب د مصر مستشار محمد ممدوح سره په کتنه کې د افغانستان او مصر ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې او غوښتنه یې کړې، چې د مصر او افغانستان ترمنځ د سوداګری، تعلیم، سکالرشیپونو، د خلکو ترمنځ تګ راتګ برخو کې همکارۍ زیاتې شي. د سرچینې دمالوماتو له مخې په دې کتنهکې د افغانستان او مصر دوه اړخیزو اړیکو په اړه د مفصل بحث ترڅنګ مصري ډېپلوماټانو ویلي، چې د مصر او افغانستان اړیکې د دوو وروڼو هېوادونو په توګه باید نورې هم غښتلې شي.



































