د چین د کمونېست ګوند مرکزي کېمټې د ډسمبر په ۳مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د هغو شخصيتونو یوه غونډه ترسره کړې، چې د کمونېست ګوند غړيتوب نه لري.
د چين د کمونېسټ ګوند د داسې غونډو له ترسره کولو څخه هدف دا دی، چې د روان کال د اقتصادي حالاتو او د راتلونکي کال د اقتصادي کارونو په اړه د بېلا بېلو ډیموکراتیکو ګوندونو د غړو او د غیر ګوندي شخصیتونو په شمول د استازو نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړي.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پینګ د دې غونډې مشري او مهمه وینا کړې ده.
هغه پر دې ټینګار کړی، چې په اوږدمهال کې د چین د اقتصادي ودې د ملاتړ شرایط او بنسټیز رجحان نه دی بدل شوی او په خبره يې، ټول دې پیاوړی باور وساتي، له غوره والي څخه په استفادې دې د ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي او په پر له پسې توګه دې د اقتصاد ثابت وضعیت وساتي، څو هېواد د ۱۵م پنځه کلن پلان ښه پيل ولري.



































