د چين د بشري حقونو مطالعې ټولنې د بشري حقونو ابي کتاب « د چين د بشري حقونو د چارو د پرمختګ راپور (۲۰۲۵کال)» خپور کړی دی.
دا له ۲۰۱۱م کال راهيسې د دغې ټولنې پنځلسم ځل دی، چې ورته راپورونه خپروي.
په ياد راپور کې په چين کې د اصلاحاتو د ژورتيا او د بشري حقونو د چارو د باکيفيته پرمختګ هڅاندو کوششونو او تجربو ته پاملرنه شوې او وضعيت يې دا ښودل شوی، چې دغه هېواد په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورتيا لپاره بېلا بېلې دندې عملي کړي او په ترڅ کې یې د اقتصاد، ټولنې، فرهنګي حقونو او د اتباعو حقونو او سياسي حقونو بېلانس ساتلی او د ځانګړو ډلو حقونه او ګټې يې تضمين کړي او دغه راز په بېلا بېلا برخو کې يې د بشري حقونو چارو ته بشپړ او همغږي پرمختګونه ورکړي دي.



































