د جاپان صدراعظمې سانای تاکايچي په وروستيو کې د تايوان په اړه ناسمې څرګندونې کړي، چې له امله یې د دغه هېواد اقتصاد متزلزل شوی دی.
د سانای تاکایچي له يادو څرګندونو سره هممهاله جاپان ته د الوتکو ۵۴۰ زره ټيکتونه لغوه شوي او په دغه هېواد کې د هوټلونو او رسټورانټونو په شمول ځينې چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.
کارپوهان وايي، د جاپان د اقتصادي تزلزل پيل د سانای تاکایچي د ناسمو خبرو له امله رامنځته شوی، چې ښايي نور هم وغځېږي. د هغې څرګندونو نه يوازې د چين د حکومت مخالفت، بلکې په کور دننه يې هم پراخې اندېښنې راپارولې دي. د دې ترڅنګ د هغې د ناسمو څرګندونو منفي اغېزې د جاپان څو اقتصادي برخو ته هم غځېدلي، چې په دې جملې کې سيلانيزې چارې يې ډېرې زيانمنې شوې دي.
د جاپان د اېچي ولسوالۍ د ګاماګوري ښار د يوه هوټل خاوند رسنيو ته ويلي، چې په تېرو څو کلونو کې چينايي سيلانيانو د ده د هوټل لږ تر لږه د ۶۰ سلنې کوټو سپارښتنې کړي، خو اوس يې ګڼ شمېر سپارښتنې لغوه شوي، چې له امله يې دغه هوټل ته شاوخوا شل ميلیونه جاپاني يوان زيانونه رسیدلي دي.
د جاپان د نومورا څېړنيز انسټيټيوټ کارپوه تاکاهيدي کيوچي خبرداری ورکړی، چې د چينايي سيلانيانو کمښت به د دې هېواد د اقتصاد د کلني پرمختیايي انډول پر څه باندې نيمي برخې منفي اغېزه وکړي او اقتصاد به يې له سترې ننګونې سره مخ شي.
د دې بحران بده اغېزه به د جاپان د اقتصادي جوړښت پر مهمو چارو سیوری وغوړوي او ډېر زیانونه به ورسوي.
سيلانيزې چارې د جاپان له عمده چارو بلل کېږي او د دې هېواد د کورني توليد د عمومي ارزښت په سلو کې اوه برخه نيسي.
شمېرې ښيي، د روان کال له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د چين د سترې برخې او هانکانګ د سيلانيانو لګښت جاپان ته د ټولو تلونکو سيلانيانو د عمومي لګښت په سلو کې دېرش برخه نيولې ده.
شنونکي وايي، د چين حکومت د سفر خبرتيا په خپرولو سره ښايي په راتلونکي کال کې د جاپان سيلانيز عايد شاوخوا ۲،۲ ټريليون جاپاني يوان کم شي.
د جاپان اقتصادپوه تاشيرو هيديتوشي پر دې اند دی، که د چين د سيلانيانو شمېر تر زياتې اندازې پورې کم شي، نو دا به د دغه هېواد سيلانيزو چارو، رسټورانټونو، د پرچون چارو او حتی ښوونيزو چارو ته ډېر زيانونه ورسوي او په دغو برخو کې به بحران رامنځته کړي.
پر بازار باور نه لرل د مستقيمو اقتصادي زيانونو په پرتله د اندېښنې وړ دی.
د جاپان د قانون او سياست پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد پروفيسور بي نياو هاو رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د ونډو په بازار کې بیې ټيټې شوي او دا د چين او جاپان د اړیکو پر خرابېدو د بازار د ژورې اندېښنې ښکارندويي کوي.
شنونکي دا هم وايي، چې پانګوال د سانای تاکايچي ناسمې څرګندونې د اوسنۍ بې ثباتۍ لامل بولي او د دې هېواد راتلونکي اقتصاد ته اندېښمن دي.
د جاپان رسمي شمېرې ښيي، چې د روان کال په تېرو درېیو ربعو کې د دغه هېواد د کورني توليد عمومي ارزښت د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه څلور کموالی ښودلی دی.
شنونکو د جاپان حکومت ته خبرداری ورکړی، که له چین سره ثابتې اقتصادي اړيکې ونه ساتي، نو ښايي له اقتصادي تزلزل سره مخ شي.
سربېره پر دې، د سانای تاکايچي ناسمې کړنې د جاپان امنيت هم چلنج کولی شي. د هغې ناسمو څرګندونو نه يوازې د چين او جاپان د اړيکو د سياسي بنسټ پر وړاندې ننګونې او چلنجونه راپورته کړي، بلکې په کور دننه یې هم د خطرناک وضعيت د رامنځته کېدو نښه او وېره خپره کړې ده.
د جاپان د مشرانو جرګې د اوکيناوا ولسوالۍ څو غړو په يوې بېړنۍ غونډې کې د سانای تاکايچي د ناسمو څرګندونو پر منفي اغېزو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د يادې ولسوالۍ ځينې ډلې پر دې اند دي، چې صدراعظمه يې غواړي اوکاناوا ولسوالي او بیا ټول هېواد پر جنګي ميدان بدل کړي.
د جاپان د بهرنيو چارو وزارت د تړون رياست پخواني مشر ويلي، چين د سانای تاکايچي خبرې او څرګندونې د دوی په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او د جګړې د پيل نښه بولي. د اقتصادي او امنیتي زيانونو پر وړاندې د جاپان ټولنه بايد پر دې ښه پوهه شي، که حکومت يې نور هم پر ناسمې لارې ګامونه واخلي، نو جاپانيان به ډېر سخت زيانمن شي.




































