د پيسو نړيوال صندوق شانګهای مرکز د ډسمبر په اتمې نېټې د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شو.
ياد مرکز د پيسو نړيوال صندوق له سيمه ييزو مرکزونو څخه يو دی، چې د دغه صندوق او چين ترمنځ د همکاريو د پراختيا لپاره مهم ارزښت لري.
د چين د ولسي بانک د معلوماتو له مخې، د پيسو نړيوال صندوق شانګهای مرکز د دغه صندوق او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادونو ترمنځ د تبادلو او همکاريو د پياوړتيا لپاره جوړ شوی او د نويو سمسورو بازارونو او د منځني عايد لرونکو هېوادونو د پام وړ ساحو په اړه به څېړنې وکړي او د توان د لوړوالي په برخه کې به د دې سيمې د اقتصادونو ملاتړ او نړيوال او سيمه ييز پولي ثبات به وساتي.




































