په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال سون لې د ډسمبر په ۸مې نېټې د ۸۰مې عمومي اسمبلۍ د «سمندر او سمندري قانون» تر بحث لاندې د ځینو هېوادونو له خوا د چین د جنوبي سمندر په اړه پر ناسمو څرګندونو جدي غبرګون ښودلی دی.
ښاغلي سون لې ویلي، تاريخ د دې ښکارندويي کوي، چې چین د جنوبي سمندر پر ټاپوګانو او پر شاوخوا سمندري سیمو واکمني او د بشپړ ملي حاکمیت او ادارې حقونه لري.
نوموړي ويلي، جنوبي سمندر د نړۍ تر ټولو خوندي او ازاده لاره ده او هېواد يې د نړیوال قانون پر بنسټ په جنوبي سمندر کې د ټولو هېوادونو د تګ راتګ او الوتنو د مشروع ازادۍ درناوی او ملاتړ کوي، خو د ځينو هېوادونو له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي، چې د «تګ راتګ ازادۍ» په پلمه د چین حاکمیت او امنیت ګواښي.
سون لې زياته کړې، د فلیپین د «ارچیپلاګو سمندري لارو قانون» ډېرې برخې له نړیوال قانون سره په ټکر کې دي او د تګ راتګ حقونو ته زیانونه رسوي.




































