د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیا کون د ډسمبر په ۸مې نېټې د امریکا د ملي امنیت د ستراتیژۍ په راپور کې د چین د محتویاتو په اړه ويلي، چې واشنګټن باید د تایوان د بېلتون غوښتنو ملاتړ ونه کړي، بلکې د دوی د هغو هڅو مخه باید ونیسي، چې غواړي د وسلې په زور تايوان له چين څخه جلا کړي.
ګوو جیا کون ویلي: ((مونږ د امریکا د ملي امنیت ستراتېژۍ ته پاملرنه کړې. تایوان د چین د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده. د تایوان چارې د چین د اساسي ګټو لپاره تر ټولو مهمې دي او د چین او امریکا د اړیکو بنسټيز اصل دی، چې په هېڅ ډول نه شي ماتېدلی. د تایوان مسئلې حل د چينايانو کار دی او کوم بل هېواد پکې د لاسوهنې حق نه لري.))




































