د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر په اتمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د جرمني له بهرنيو چارو وزير جوهان واډيپول سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو ورسره غږېدلی دی.
وانګ يي د چين او جرمني ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو د پرمختګ او له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مقابلې لپاره ګټورې بللي او هيله يې ښودلې، چې جرمني به د ګټې – ګټې همکارۍ پر بنسټ د چين په اړه منطقي او عملي کېدونکې پاليسۍ ته د اروپايي ټولنې د بېرته راستنېدو په پار هڅې وکړي.
نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې د يو چين پېژندنې اصل د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو مهم سياسي بنسټ دی او په دې کې هيڅ شک او مبهم ټکي ځای نه لري.
واډيپول ويلي، جرمني د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار لري او دغه دريځ به نه بدل کړي. هغه زياته کړې، په چين کې د جرمني ټولې تصدۍ پر ځاني پرمختګ باور لري او په چيني بازار کې د خپلو چارو د پراختيا په لټه دي. واډيپول هيله ښودلې، چې هېواد به یې د ګډو ګټو لپاره د اروپا او چين ترمنځ په خبرو اترو کې رغنده رول ولوبوي.




































