امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې تر اوسه یې شاوخوا ۸۵ زره ویزې لغوه کړې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د ویزو د لغوه کولو لړۍ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د لارښوونو پر بنسټ روانه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا نه دي مشخص شوي، چې د کومو هېوادونو د وګړو ویزې لغوه شوې دي. د اعلامیې له مخې، دواړه چارواکي د ویزو په برخه کې د سختو تدابیرو د عملي کولو لپاره یو ګډ، واضیح او ساده لارښود تعقیبوي.



































