د ډيپلوماسۍ په اړه د شي جين پینګ د مفکورې د زده کړې او څېړنې غونډه د ډسمبر په نهمې نېټې په پلازمېنې بېجينک کې ترسره شوه، چې پکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم ګډون کړی و.
نوموړي دغې غونډې ته په وينا کې ويلي، د چين حکومت به د رئیس شي جين پينګ د دې مفکورې د علمي لارښوونو پر مراعاتولو ټينګار ولري او د یوه ځانګړي لوی هېواد په توګه به د چين نوی ډيپلوماتيک جوړښت اباد کړي.
وانګ يي ويلي، د ډيپلوماسۍ په اړه د شي جين پینګ مفکوره يوه پرانيستې مارکسيستي تيوري ده، چې دوامدار پرمختګ يې موندلی او تل د زمانې په سر کې پاتې شوې او د نړيوالو ننګونو د حل ځوابونه پکې موندل کېږي او په خبره یې، همدې مفکورې د چین د ډيپلوماتيکو چارو د پرمختګ لپاره قوي ايډيولوژيکه وسله او علمي لارښود برابر کړی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ یو لړ سترو نظريو او نوښتي لړۍ ته پرمختګ ورکړی او په ډيپلوماتيکو چارو کې يې د تاريخي لاسته راوړنو او بدلونونو د راوستلو لارښوونه کړې ده.
وانګ يي زياته کړې، مونږ باید د شي جين پینګ د ډيپلوماتيکې مفکورې د زده کړې کړنلارې له بيا چاپېدو څخه په استفادې د دې مفکورې د تيورۍ د نوښت د پرمختللي ماهيت، د ملي سمسورتيا د تاریخي نوښت، د خلکو د اخلاق د سپېڅليتوب او د اصولو او لارو چارو د خپلولو لپاره د دې مفکورې پر لارښوونکي رول ښه پوه شو او د يوه ځانګړي لوی هېواد په توګه باید د چین نوی ډيپلوماتيک جوړښت اباد کړو.



































