د چين صدراعظم لي چيانګ د ډسمبر په ۹مه نېټه د بېجينګ د دياو يو تای په ملي مېلمستون کې د مهمو نړيوالو اقتصادي سازمانونو له مسئولينو سره د (يو + لس) غونډه ترسره کړې ده.
په دغه غونډه کې د نوي انکشافي بانک مشرې ډيلما روسيف، د نړيوال بانک مشر اجای بانګا، د پيسو نړيوال صندوق رئيسې کريسټالينا جيورجيوا، د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي وکونجو يويلا، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس سرمنشې ريبيکا ګرينسپان، د کارګرو نړيوال سازمان عمومي مدير ګيلبيرټ هونګبو، د حساب نړيوال بانک عمومي منيجير اګوستين کارستينس، د پولي ثبات شورا رئیس اندريو بايلي، د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک رئيس جين لي چون او د اقتصادي همکاريو سازمان مرستيال سرمنشي روزيکا ګډون کړی و.
لي چيانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ د روان کال په سپتمبر کې د نړيوال مديريت وړانديز کړی او له نړيوالو بدلونونو سره د مقابلې او د بيړنيو ستونزو د حل لپاره يې نړيوالې ټولنې ته د چين ځيرکتيا او لايحه وړاندې کړې دي.
ياده غونډه د نړيوال مديريت په اړه د ګډو مشورو او د نړيوال پرمختګ د ګډ لټون په عنوان ترسره شوې او هدف يې د ګډو نظريو راټولول او د بېلا بېلو خواوو هڅول ياد شوي دي.
د غونډې ګډونوالو ويلي، چې غواړي ځواکمن فعاليتونه ترسره او د مديريت نړيوال سيسټم لا عادلانه او معقول کړي، څو ټول په ګډه پرمختګ ومومي.




































