د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د ډونالد ټرمپ له زوم جارد کوشنر او نورو امریکایي چارواکو سره یې، له جګړې وروسته د اوکراین د بیارغونې د پلان پر مهمو ټکو هوکړه کړې ده. رویټرز راپور ورکړی چې زلنسکي پرون چهارشنبه په انلاین بڼه پر کوشنر سربیره د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بیسنټ او نورو چارواکو سره پر ” یوه اقتصادي سند” خبرې کړې دي. له جګړې وروسته د اوکراین بیارغونه او دغه هېواد ته امنیتي ضمانتونه نن سبا د اوکراین په اړه د جوړېدونکو بحثونو اصلي ټکي دي. د اوکراین اوسنۍ جګړه په اروپا کې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړی جنګ بلل کیږي.



































