د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ګیلس برټران او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنهکې دواړو لوریو هېواد کې پر روان وضعیت، خوندي امنیت، ټولنيز ثبات، د نشهیي توکو د مخنیوي پر هڅو، د بدیل معیشت پر پراختیا او بېرته راستيدونکو ګډوالو لپاره د مرستو په اړه خبرې کړې دي. عمري د يادې ټولنې له لوري د بشري مرستو دوام ستاينه کړې او دواړو لوریو پر دوامداره دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.



































