د ” د ښکلي شينجيانګ ښايسته راتلونکی — د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د جوړېدو ۷۰مې کليزې“ په سرليک انځوريز نندارتون د ډسمبر په ۱۰مه نېټه د قزاقستان په ملي موزيم کې پرانيستل شو.
د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين او قزاقستان کابو ۲۰۰ تنو ګډون کړی و.
دغه نندارتون په قزاقستان کې د چين سفارت، سينهوا اژانس، د قزاقستان د ملي موزيم او د ځمکنۍ کرې ”دواملرونکي پرمختګ“ صندوق لخوا په ګډه ترتيب شوی او د طبيعي منظرې، ملي يووالي، پرمختګ او سمسورتيا او ډيپلوماتيک تګ راتګ په شمول ۴ برخو ويشل شوی دی او ۷۰ په زړه پورې عکسونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.



































