سي جي ټي اېن په مجازي یا انټرنېټي نړۍ کې یوه سروې خپره کړې، چې ډېرو خلکو پکې ګډون کړی او نظرونه يې ورکړي دي.
د سروې ډېری ګډونوالو ويلي، چې د چين اقتصاد ثابت پرمختګ کوي او نړیوال اقتصاد ته يې ثبات برابر کړی دی.
د سروې ۹۳ اعشاريه ۲ سلنه ګډونوالو ويلي، چين د تخنيکي او صنعتي نوښت سره پيوست کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لپاره يې ښه بېلګه برابره کړې ده.
د سروې ۸۲ اعشاريه ۳ سلنه ګډونوال په دې نظر دي، چې بهرني شرکتونه د چين له لوی بازار څخه استفاده کولی او په نړيوالې سيالۍ کې مخکښ ځای نيولی شي.
د سروې ۸۹ اعشاريه ۱ سلنه ګډونوال پر دې اند دي، چې چين د دوامدار ورخلاصون له لارې نړۍ ته زیات فرصتونه برابر کړي دي.
سي جي ټي اېن دغه سروې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي چينلونو خپره کړې او په ۱۲ ساعتو کې ۴۲۸۹ کسانو ورته رايې ورکړي او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.



































