نړیوال بانک د ډسمبر په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د چين د اقتصاد په اړه نوی راپور خپور کړی او د پخوا په پرتله يې په ۲۰۲۵م کال کې د چين د اقتصادي ودې وړاندوينه ۰٫۴ سلنه لوړه کړې ده.
راپور وايي، د چین حکومت فعال مالي سياست او مناسبه پولي تګلاره غوره کړې او دا یې د دغه هېواد د کورني مصرف او پانګونې لپاره ګټوره بللې ده. د چين د صادراتو بازارونه نور هم متنوع شوي او د صادراتو د ثبات لپاره يې قوي ملاتړ برابر کړی دی.
د نړیوال بانک د چيني ادارې رئيسې مارا وارويک رسنيو ته ویلي، چې په راتلونکو کلونو کې به د چين اقتصادي وده د کورنيو اړتياوو ودې ته ډېره اړتیا ولري.
نوموړې ويلي، د چين فعالې مالي پاليسۍ، د جوړښتي اصلاحاتو پرله پسې ژوروالی او باثباته سوداګريز چاپېريال د دوامدارې اقتصادي ودې لپاره مهم رول لوبوي.




































