د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سيف محمد الکتبي سره کتلي دي. د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د لسو روغتیايي مرکزونو جوړېدو، هرات ته د هیموډیالیز ماشینونو سپارلو، ولایتي روغتونونو ته د درملو مرستو، د شیخ زاید روغتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پکتیا کې د نوي روغتون جوړېدو او د پولیو ضد ګډو هڅو په اړه خبرې شوې دي. د اماراتو سفیر د ګوزڼ او ساري ناروغیو د کنټرول په برخه کې د بشپړې مرستې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې له عامې روغتیا وزارت سره به همکاریو ته دوام ورکوي.



































