کاويار(caviar) يو ډول خوندور خواړه دي، چې د سګ ماهيانو له هګيو څخه جوړېږي او د نړۍ په ډېرو هېوادونو او سيمو او په تېره بيا په شمالي اروپا او روسيې کې د خلکو ډېر خوښېږي.

د چين د سه چوان ولايت يا ان ښار په چين او حتی په ټولې نړۍ کې د سګ ماهيانو د روزنې او د کاويار د توليد له مهمو اډو څخه يو دی. سګ ماهيان داسې يخو او پاکو اوبو ته اړتيا لري، چې تودوخه يې باید له دوولسو درجو نه تر درويشتو درجو پورې وي.

د يا ان ښار په سيندونو او جهيلونو کې اوبه له واورينو غرونو څخه راځي، نو کيفيت او تودوخه يې د سګ ماهيانو د روزلو لپاره مناسب دي.له تېرو څو کلونو راهيسې، يا ان ښار د خپلو طبعيي او جغرافيايي ځانګړتياوو په رڼا کې د سګ ماهيانو د روزنې او د کاويار د توليد چارې پياوړې کړې دي. د مالوماتو له مخې، اوس د نړۍ کابو شپيته سلنه کاويار په چين کې توليدېږي. په سه چوان ولايت کې د کاويار د توليد اندازه د چين په عمومي توليدي اندازې کې دوهم مقام نيسي. هر کال په يا ان ښار کې کابو پنځوس ټنه کاويار توليدېږي او توليدات يې د امريکا او جاپان په شمول کابو دېرشو هېوادونو او سيمو ته صادرېږي.
(عکسونه: چيني او بهرني خبريالان د يا ان ښار د تيان چوان ولسوالۍ د سمندري خوړو او عصري زراعت له پارک څخه د ليدنې په حال کې دي.)







د کاويارو ډول ډول توليدات


(عکسونه: د يا ان ښار د تيان چوان ولسوالۍ د سمندري خوړو او عصري زراعت پارک)




































