د چين د سه چوان ولایت د بي فنګ شيا پنډا ساتونکې اډه د پانډا د څېړنې او ساتنې مشهور نړیوال مرکز دی. دغه اډه د سه چوان ولایت د يا ان ښار د شمالي برخې په ځنګل کې ده او کابو نوي سلنه مساحت يې پراخو ځنګلونو پوښلی دی او طبيعي منظرې يې ډېرې ښکلې او هوا يې پاکه او صافه ده. دغه اډه د غوره طبیعي ایکولوژۍ په ګټې اخيستنې د پانډا نسل په تکثیرولو او د عامه پوهاوي په خپرولو تمرکز لري. په دې اډه کې شاوخوا ۶۰ پنډاګان ژوند کوي او سيلانيان يې له نږدې کتلی شي، نو دغه اډه د دغه ډول ناياب حيوان د عامه پوهاوي او ساتنې لپاره یوه مهمه کړکۍ بلل کيږي.


پنډا د چين ځانګړی حيوان دی، چې یوازې د دغه هېواد په سه چوان، شان شي او ګان سو ولایتونو کې ژوند کوي او هملته ساتل کېږي او چين يې ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي. پنډاګانو په دنیا کې څه دپاسه ۳ ميلیونه کاله ژوند کړی دی. دوی د له منځه تللو له خطر سره مخ دي او په چین کې د لومړۍ کچې د ساتلو وړ حیوانات بلل کېږي.
پنډا د چين د ملي خزانې او همداراز د سولې او دوستۍ نښه ده. د ډېرو هغو مهمو نړيوالو لوبو بختورې نښې، چې په چين کې ترسره شوې، د پنډا په بڼه ډيزاین شوې دي.












































