روسیې د اوکراین د سوېلي ښار اوډیسا د انرژۍ پر تاسیساتو برید کړی، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د دغه ولایت چارواکو ویلي، چې د دغه برید له امله شاوخوا سیمې چې د اوکراین لوی سمندري بندرونه هم پهکې موقعیت لري؛ له برېښنا بېبرخې شوې دي. د راپورونو له مخې، روسیې په وروستیو اونیو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو او زېربناوو بریدونه زیات کړي دي. د اوکراین حکومت دغه اونۍ د برېښنا د سپما لپاره نوې بېړنۍ طرحه تصویب کړه، ځکه چې د روسيې له بریدونو وروسته ځینې ولایتونه په دوامداره توګه له برېښنا بېبرخې شوي دي.



































