په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال سون لې د ډسمبر په ۱۱مه نېټه د منځنۍ افریقا د مسئلې په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د امنیت ساتنې د توان په لوړولو کې د منځنۍ افریقا له هېوادونو سره مرستې وکړي.
نوموړي د منځنۍ افریقا د هېوادونو د امنیت مسئله د انديښنې وړ بللې او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د عمومي او دوامدارو امنیتي نظریو په لرلو سره د وضعیت پېژندلو، پانګونې او مالوماتو د وړاندوینې په برخو کې د دې سیمې هېوادونو سره مرستې وکړي او د ځاني خوندیتوب د ساتلو توان دې یې لوړ کړي.
سون لې زیاته کړې، نړیواله ټولنه دې د منځنۍ افریقا د هېوادونو له حالاتو سره سم د انتخاباتو د مالي ملاتړ، د اختلافاتو د منځګړیتوب او د ارګانونو د اصلاحاتو په شمول ځینو برخو کې له دوي ملاتړ وکړي او د سیاست او سولې جریان دې یې وهڅوي.




































