د چين د احصائيې ملي ادارې د ډسمبر په ۱۲مه نېټه په يو راپور کې ويلي، چې د هېواد د ۳۱ ولايتونو احصايئه يې ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې په دغو ولايتونو کې د کرنيزو ځمکو مساحت د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۰.۱ سلنه زیاتوالی ښودل شوی دی.
په روان کال کې د چين د غلو دانو عمومي توليد ۷۱۴ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه کيلوګرامو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴م کال په نسبت ۸ ميليارډه او ۴۰۰ ميليونه کيلو ګرامه زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې ۱.۲ سلنې ته رسېدلی دی.




































