د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اقتصادي چارو کلنۍ غونډه د ډسمبر له لسمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې په پلازمېنې بیجینګ کې ترسره شوه.
په غونډه کې ويل شوي، چې چين به په راتلونکي کال کې د اقتصادي چارو د ثابت پرمختګ د ساتلو او د موثریت لوړولو لپاره نورې اغېزمنې عمومي تګلارې غوره کړي.
د چین د مالي چارو اکاډمۍ مشر يانګ جه یونګ پر دې اند دی، چې په راتلونکي کال کې به پر اقتصادي چارو د چین د عمومي تګلارو کنټرول پیاوړی شي، د تګلارو د لرلید او د مسئلو د حل و فصل توان او د اقتصادي پرمختګ کیفیت به یې نور هم لوړ شي او د پنځلسم پنځه کلن پلان د تطبیق لپاره به یې ښه بنسټ کېښودل شي.




































