د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کډه غونډه کې ګډون کړی خو په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ويډو کې لېدل کېږي، چې شهباز شریف د لیدنې دمخه ۴۰ دقیقې انتظار کړی دی. په ویډیو کې لیدل کېږي، چې نوموړی د ترکمنستان په پلازمینې عشق اباد کې هغې خونې ته ځي چېرې چې د پوتین او اردوغان غونډه روانه وه. د راپورونو له مخې شهباز شریف د ۴۰ دقیقو انتظار وروسته د پوتین او اردوغان لیدنې د ځای دروازه ټکولې ده. په ټولنیزو رسنیو کې د شهباز شریف دغې ویډیو د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارولي دي.



































