د کندهار په عینو مېنه کې د «تاج وطن» په نوم د لبنیاتو او مشروباتو تولیدي فابریکه، چې دوه کاله وړاندې یې فعالیت پیل کړی، دا مهال د ورځې تر ۲۰۰ ټنه د تولید وړتیا لري. د فابریکې مسوولینو ویلي، د ۲۰۲۶ کال له پیله به د ماشومانو وچې شیدې د کورني بازار ترڅنګ تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته هم صادرې کړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو د یادې فابریکې تولیدات معیاري بللي او ویلي یې دي چې په لبنیاتو او مشروباتو کې کورنۍ پانګونه تر ډېره د هېواد اړتیاوې پوره کوي.




































