په ملګرو ملتونو کې د سینګاپور پخواني استازي کیشور محبوباني په دې وروستیو کې د چین له سي جي ټي ان سره ځانګړې مرکه کړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې د چین پرمختګ د لرلید ستاینه کړې او ویې ویل، چین د پنځلسم پنځه کلن پلان په باکیفیته پرمختګ تمرکز کوي او دا ډېر ځیرک انتخاب دی.
هغه د امریکا او چین ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، له چین سره پرېکون یانې له نړۍ سره پرېکون دی. هغه په ډاګه کړې، امریکا دې د چین د پرمختګ مخنیوی پای ته ورسوي، څرنګه چې د چین پرمختګ مخه نه شي نیولی.
نوموړي د چین ابادي او پرمختګ نړۍ ته ګټور فرصت بللی او ویې ویل، ګرده نړۍ باید د ځیرکې تکنالوژۍ اود تولیدي چارو په برخو کې د چین پر لاسته راوړنو خوښ شي.




































