د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۱۰مه نېټه د افغانستان وضعیت څېړنيزه غونډه ترسره کړه، د چین دایمي استازي فو څونګ په دې غونډه کې په ګوته کړې، چې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ترمنځ د اړیکو ټینګښت په زیاتېدونکي توګه اړین دی، د بشري او پرمختیایي ستونزو په حل کې د افغانستان ملاتړ بېړنی دی، د ټولو افغانانو اساسي حقونه باید تضمین شي، د ټولو ترهګريزو قوتونو له منځه وړل د نړیوالې ټولنې قوي غوښتنه ده.
فو څونګ وويل چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت عموماً باثباته دی، افغان حکومت په فعاله توګه خپل اقتصاد ته وده ورکوي، د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره مبارزه کوي او په بهرنیو تبادلو کې ډېر کوښښونه کوي. خو افغانستان لاهم له پېچلي او سخت بشري او ترهګرۍ ضد وضعیت سره مخ دی. نړیواله ټولنه دې بېړني اقدام وکړي، څو افغانستان ژر تر ژره له بشري بحران څخه راووځي او خپلواک پرمختګ ترلاسه کړي.




































