د ډسمبر ۱۳مه نېټه د چين په نانجينګ ښار کې د جاپاني يرغلګرو پوځيانو له خوا د ملکي وګړو د ټولوژنې او په همدې مناسبت په چين کې د ملي ماتم ورځې سره برابره ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د ډسمبر په ۱۲مې نېټې په يوې خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې هېواد به یې د جاپان د ښي اړخي ځواک له لوري د پخوانيو ناسمو کړنو بیا تکرار، په تايوان سيمې کې بهرنيو لاسوهنې او د جاپاني ميلتاريزم پورته کېدو ته په هيڅ صورت اجازه ورنه کړي.
ګوه جيا کون جاپاني ميلتاريزم د نړۍ د ټولو خلکو ګډ دښمن بللی او ويلي يې دي، چې چين به له ټولو سوله خوښو هېوادونو او کسانو سره د دوهمې نړيوالې جګړې د برياليتوب پايلې او له جګړې وروسته جوړ شوی نړيوال نظام وساتي.




































