د چین مرکزي ارشیف د دسمبر په ۱۳مه نېټه د جاپان د ۷۳۱ نمبر پوځي ډلې د جرمونو په اړه ځينې نوي اسناد خپاره کړل.




دغه اسناد د روسیې لخوا چین ته ورکړل شول چې پکې د جاپان د ۷۳۱ نمبر پوځي ډلې د پلټنې راپور، د دې ډلې له غړو څخه د پوښتنې کولو یادښت او د شوروي اتحاد حکومتي سندونه پکې شامل دي چې د ۱۹۳۹ کال د مې له ۱۱مې نېټې څخه د ۱۹۵۰ کال د دسمبر تر ۲۵مې نېټې پورې ښکېل دي.




یو کارپوه وايي، دغه سندونه د چین په لاس کې له ساتل شويو اړوندو سندونو سره یو د بل تصدیق او ثبوت دی او په دې توګه پر چین د جاپاني یرغلګرو د میکروبي جګړې رښتینی حالت ښودل شوی چې دغه جګړه یو ترتیب او طرحه شوی د جاپان دولتي جرم دی.




































