د دسمبر ۱۳مه نېټه د چین په نان جینګ ښار کې د عامه وژنې د قربانيانو د يادونې ملي ورځ ده. په همدې ورځ په دغه عامه وژنه کې د قربانیانو د یادونې موزیم په ډګر کې د ملي بیرغ د پورته کېدو او د ملي بیروغ د نیمه کښته ځړېدو مراسم ترسره شول.
د ۱۹۳۷کال د دسمبر په ۱۳مه نېټه جاپاني یرغلګرو د چین نان جینګ ښار ته ننوتلي او د څه باندې ۴۰ ورځو لپاره یې په دې ښار کې عامه وژنه کړې چې په نتیجه کې ۳۰۰ زره چینایان وژل شوي دي.
د چین حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د دسمبر ۱۳مه نېټه په نان جینګ ښار کې د عامه وژنې د قربانيانو يادونې د ملي ورځې په توګه وټاکله.




































