د ((نړیوالې سولې او باور کال)) تر عنوان لاندې فورم د دسمبر په ۱۲مه نېټه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې ترسره شو. د چین دولت رئیس شي جين پينګ دغه فورم ته د مبارکۍ پيغام استولی دی.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې لیکلي، سږ کال د نړیوالې سولې او باور کال دی، دغه وړاندیز د ترکمنستان لخوا مطرح شوی او د ملګرو ملتونو د اسامبلې لخوا تصدیق شوی دی. چین او ترکمنستان ټینګې دوستانه اړیکې لري او ښه همکاران دي.
شي جين پينګ پر دې ټینګار کړی چې یوه موده مخکې مې د نړۍ مدیریت وړاندیز مطرح کړی او د نړۍ د مدیریت سیستم د اصلاحاتو او بشپړتیا لپاره د چین لایحه مې وړاندې کړې ده. چین تمه لري چې د نړۍ د سولې او د ګډ پرمختګ لپاره له مختلفو هېوادونو سره اوږه په اوږه ګډ کوښښونه او خدمتونه وکړي.




































