د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې دا مهال د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره هڅې روانې دي. نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د هند او ایران له چارواکو سره یې د سوداګرۍ پر پراختیا او په دغه برخه کې د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي. د هغه په خبره، دا مهال له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې لوړه شوې ده. هغه دغه راز زیاته کړې چې که څه هم له پاکستان سره د سوداګرۍ درېدل په لنډ مهال کې د بیو پر لوړېدو اغېز کولی شي؛ خو په اوږد مهال کې به افغانستان د پاکستان له احتیاج خلاص شي. نوموړي ډاډ ورکړی چې د هېواد له صنعتکارانو او کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي او په تېرو درېیو میاشتو کې ۴۰۰ شرکتونو ته ځمکه وېشل شوې ده.



































